کابل باختر دوږي شپږمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار په چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې دسپرليو په کاروان يرغل وکړي
دروزګان ولايت دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل طالبانو غوښتل چې دمسافرانو په کاروان يرغل وکړي چې دپوځيانوله خوا په دوى بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ