امنیت

دوه چيچيني جګړه ماران په لوګر کې ووژل شول

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
دوه چيچينيي جګړه ماران د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې دغه جګړه ماران د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې چې د توپچي ځواکونو په ملاتړ د لوګر د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ ووژل شول او شپږ نور طالبان ټپيان شول.
احمدزي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه کشفي او استخباراتي کوچنۍ الوتکې هم د لوګر د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له منځه وړل شوې دي.
د احمدزي د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملياتوکې افغان ځواکونو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته