امنیت

روزګانیو مېرمنو له طالبانو غوښتنه کړې چې د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي

ترینکوټ باختر د لیندۍ ۱۲ مه
په روزګان کې سولې ته تږو ميرمنو  په دغه ولايت کې له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې وسلې پرځمکه کېږدي او د بیا پخلاينې له بهیر سره يو ځاي شي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛
روزګانیو مېرمنو یادې څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې په سوله کې د ښځو د ارزښت په نامه جوړه شوې وه.
ميرمنې وايي په سوله کې د ښځو ارزښت مهم دی او ميرمنې باید د سولې په بهیر کې ونډه واخلي.
د غونډې برخوالو په نورو مېرمنو هم غږ وکړ چې د خپلې  کورنۍ غړي له جګړو راوګرځوي او په ملي روحيه يې سمبال کړي.
روزګان کې چارواکي هم سوله د افغانانو له لپاره ګټوره بولي او له وسله والو ډلو غوښتنه کوي چې د سولې له بهیر سره يو ځاى شي.
د روزګان د والي مرستيال عطاالله فضلي له ميرمنو غوښتنه کوي چې د سولې په بهیر کې خپلې هڅې زياتې کړي او د خپلو کورنيو نور غړي هم د سولې په ارزښتونو پوهه کړي.
په جوړه شوې غونډه کې يو شمير نور کسانو هم د سولې په ارزښت خبرې وکړې او د دولت له وسله والو ډلو څخه يې غوښتنه وکړه چې جنګ ته د پای ټکی کېږدي.
په روزګان کې پرداسې مهال له وسله والو طالبانو څخه د سولې د بهیر سره د يو ځاى کېدو غوښتنې کېږي چې په دې ورستيو کې امريکا او افغان حکومت په ګډو هڅو سره تمه لري چې وسله وال طالبان جګړه بس کړي او د سولې له بهیر سره يو ځاى شي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته