هرات باختر د غبرګولي دريمه :
په هرات ولايت کې دکانکور دملي ازموينې په لومړى ورځ دليسو ددولسمو ټولګيو په زرګونو تنو فارغانو ګډون وکړ .
دغه ستره ملي ازموينه دهرات دوالي محمد اصف رحيمي ، دکانکور دملي کميټې دمسوولينو ، دهرات پوهنتون دمشرتابه هيئت او استادانو ، فرهنګيانو اوخبريالانو په شتون دشرعياتو پوهنځي په سالون کې په مناسبه اوشفافه فضا کې پيل شوه .
دهرات والي دخبريالانو په وړاندې دغير مسوولو کسانو له مداخلې پرته په شفاف ډول دکانکور دازموينې داخستلو ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چې دغه ازموينه د لوړو زده کړو وزارت دهيئت او دهرات پوهنتون داستادانو ترنظر لاندې اخستل کيږي .
دهرات پوهنتون رييس عبدالله فايز هم په شفاف ډول دکانکور دازموينې داخستلو په خاطر دولايت دمقام او دټولو دولتي مسوولينو همکاري وستايله .
په دې ازموينه کې دورځې ، متفرقه ، اختصاصي او دشپې له خوا دعمومي کانکور له برخې څخه ١٣٤٦٢ تنو نومونه ليکلي و چې ٧٤٢٢ تنه يې نجونې او ٦٠٤٠ تنه يې هلکان دي .
ددغې ملي ازموينې لومړى ورځ دڅه دپاسه څلورو زرو داوطلبانو په ګډون دهرات پوهنتون دادبياتو ، شرعياتو ، اقتصاد او دحقوقو دپوهنځيو په ودانيو کې واخستل شوه .
ټاکل شوې ده په روان تحصيلي کال کې دهرات پوهنتون ٤٦٢٢ تنه جذب کړي
0 1 دقیقه لوستل