خبرونهنړۍ

په اندونیزیا کې د زلزلې له امله ۱۶۲ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي

 بهرنۍ رسنۍ، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر

د اندونيزيا په مرکزي جاوا ټاپو کې زلزلې ۱۶۲ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپيان کړي دي.

د دغې سیمې والي رضوان کامل وايي، ډېری کسان ودانيو د نړېدلو له امله ټپيان شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، دا ۵،۶ درجې زلزله د جاوا ټاپو لوېدیځ سیانجور ښار کې شوې، چې ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره (۶ میله) اټکل شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا په لويديځ جاوا ولايت کې پر شوې زلزلې ژوره خواشيني څرګندنه کړې او د دوست هيواد اندونيزيا حکومت او ولس ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د زلزلې ټکان د پلازمېنې جاکارتا شاوخوا سل کیلومترۍ کې احساس شوی او هلته له دنګو ودانیو خلک ایستل شوي دي.

چارواکو د بلې ممکنه زلزلې خبرداری هم ورکړی او وايي ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.

زلزلې ځپلې ګڼ وګړیزه سیمه ده چې د ځمکې ښویېدو وېره شته او کورونه په ډېر ټیټ کیفیت پکې جوړ شوي دي.

د سیمه ییزو رپوټونو له مخې، ژغورندویان هڅه کوي له نړېدلو ودانیو خلک راوباسي، چې تر اوسه د یوې ښځې او د هغې د ماشوم په ژغورلو توانېدلي دي.

د سیانجور ښارګوټي اداري مشر هرمان سهرمن ځايي رسنیو ته ویلي، زلزله کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي دي.

ده کمپاس تلوېزیون ته وویل: “له ډېرو سیمو قربانیان راوړل کېږي. شاوخوا ۷۰۰ خلک ټپیان شوي دي”.

وړاندې اې اېف پي خبري آژانس د هغه له خولې ویلي وو، چې د ویجاړو شویو ودانیو په کنډوالو کې د بندېدو له کبله د ډېری خلکو هډوکي مات شوي دي.

ده وویل: “له کلیو روغتون ته امبولانسونه راروان دي. په کلیو کې ډېری کورنۍ لا نه دي ایستل شوې”.

پر خواله رسنیو د زلزلې له کبله د ویجاړیو انځورونه او وېډیوګانې خپرې شوې دي.

له ناورین سره د مبارزې ملي ادارې په یوه بیان کې ویلي په سیانجور کې لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دي. په دې کې یو روغتون او یو اسلامي لېلیه ښوونځی هم ویجاړ شوی دی.

اندونیزیا کې زلزلې معمول دي ځکه چې دا د ارام سمندر د اور حلقې پر څنډه پرتې سیمې دي.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا