اسلام اباد ډان باختردليندي دمياشتې ١٩ :
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت ويلى دى چې دافغانستان دملي امنيت لوى رييس اسدالله خالد د ډارن بريد په باب د څيړنې اوتحقيق په لاره کې مرستې ته چمتو دى.
د افغانستان دملي امنيت لوى رييس اسدالله خالد د تيرې پنجشنبې په ورځ له هغه وروسته په کابل کې ټپي شو چې يو ځانمرګې بريدکوونکې په ځان پورې تړلې چاوديدونکې توکې دکابل ښار په يوميلمستون کې وچول.
د افغانستان جمهور رييس حامدکرزي پرون په کابل کې په يوه خبري غوڼده کې وويل چې دغه بريد دپاکستان په کويټه کې طرحه شوى و او هغه به دغه موضوع له پاکستاني مقاماتوسره طرحه کړي .
کرزي په مستقيم ډول دپاکستان په آى اس آى د دغه بريدتور ونه لګاوه، خو ويې ويل چې دغه بريد يو پيچلې عمل و او ترسره کولو يې د يو حرفوي اطلاعاتي سرويس له خوا ترسره شوى دى.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوي وويل چې دوى د دغه مجرمانه عمل په هر راز تحقيق اوڅيړنه کې مرستې ته چمتو دى .
دغه ويندوى دغه راز ويلى دى چې دغه هېواد دافغانستان له دولت سره د روغې جوړې په بهيرکې مرستې ته چمتو دى اوڅرگنده يې کړه چې دپاکستان دولت په افغانستان کې د سولې دبهيرپه ملاتړ ژمن دى .
0 1 دقیقه لوستل