سیاست

آلمان له افغانستان څخه له امريکا سره د امنيتي موافقه ليک د لاسليک غوښتنه وکړه

برلين باختردسلواغي دولسمه :
د آلمان د دفاع وزير د افغانستان له جمهور رييس څخه وغوښتل چې له امريکا سره امنيتي او دفاعي موافقه ليک لاسليک کړي.
دغه موافقه ليک يو شمېر بهرنيو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې له ٢٠١٤کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
آلمان په افغانستان کې د يو شمېر آلماني عسکرو د پاتې کيدولپاره تياري ښودلې ده.
د آلمان د دفاع وزير ورزولا ون ديرلاين دغه ټکي د آلمان په مونشن ښارکې په پنځوسم امنيتي کنفرانس کې بيان کړل او ويې ويل: آلمان چمتو دى چې د يومخکښ هيواد په توګه د افغانستان په شمال کې خپل پوځي شتون وساتي چې له  دغه هيواد سره د سولې او ثبات د تامينولو په لاره کې مرسته وکړي .
دافغانستان حکومت وايي چې له امريکا سره د امنيتي او دفاعي همکاريو د تړون لاسليک بايد په دغه هيوادکې د سولې د تامينولو سبب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته