سیاست

جمهور رئیس غني د اسلامي همکارۍ دسازمان له سکرتر جنرال سره وکتل

کابلباختر د وږي د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د اسلامي همکاري دسازمان له سکرترجنرال ډاکټر ایاد امین مدني سره چې د سیمې او اسلامي هېوادونو ته د سفرونو په لړ کې پرون کابل ته راغلی وو، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د اسلامي همکاري سازمان د فعالیتونو په هکله بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس او ډاکټر ایاد امین مدني د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارود وزیرانود کنفرانس په هکله چې په راتلونکو میاشتو کې په تاشکند کې جوړېږي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې د اسلامي هېوادونو د دیارلسمې سرمشریزې د تصميمونو د عملي کېدو په هکله چې د روان کال په وري میاشت کې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، هم بحث او خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته