امنیت

يو ځانمګرى بريد کوونکى په خوست کې ونيول شو

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢١ :
دملي امنيت موظفينو يو ځانمرګى بريدکوونکى په داسې حال کې چې د يو بل تن له خوا يې ملګرتيا کيده  په خوست کې  ونيوه .
دملي امنيت دادارې دفتر نن باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي .  په آغامحمد مشهور حيات الله چې دعبيده په مستعار نامه  ياديږي  او په ميدان وردګو ولايت کې دځانمرګي بريدنيت درلود هدف ته له رسيدومخکې دخوست ولايت  په مربوطاتو کې دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شو.
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى  چې پوځي او ځانمرګي تعليمات يې  دپاکستان په ميرامشاه کې کړي دي  اوغوښتل يې  له يوموټر څخه په استفادې
سره په ميدان وردګو ولايت کې  ځانمرګي بريد وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته