کابل – باختر د وږي د مياشتې ١٦مه
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د روسیې فدراسیون د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې څانګې له یو شمېرغړو سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او مسایلو په باب خبرې اترې وشوې او حامد کرزي د دغه پلاوي پوښتنو ته په خپله برخه کې لازم ځوابونه ورکړل.#
0 د یوې دقیقې څخه لږ