نړۍ

وسله والو کسانو د يمن په جنوب کې پنځه تنه پوځيان ووژل

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
وسله وال  کسانو ديمن په جنوب کې دپوځيانو په يوې  ګزمې بريد وکړ او چې
له امله  يې څلور تنه سرتيري او  ددوي قوماندان ووژل شول.
باختر آژانس داسوشتدپرس دخبري آ ژانس له خولې خبر ورکړ :
دغه پيښه پرون   دشبوه ولايت دګازو دصادرولو په ترمينل کې رامنځته شوه  چې په وژل شويو برسيره  اووه تنه نور ټپيان شول.
دغه  ولايت  په  په پرله پسي توګه  په القاعده پورې  داړوندو ياغيانو د بريدونو  ډګر دى .
په يوې بلې پيښه کې ديمن  د خاصو ځواکونو قوماندان فدي ګيبل په جنوبي ولايت عدن کې  دچلونې په وخت  کې وژل شوى دى.
په يمن کې دالقاعده شبکه په نړۍ کې ددغې شبکې له خطرناکو څانګې څخه شميرل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته