امنیت

تخارته دکندز ولايت د زرګونو تنو بې ځايه کيدل

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
دکندز ولايت په زرګونو تنه اوسيدونکي د تخار ولايت ته مهاجر شوي دي .
د تخار ولايت وياند سنت الله تيموري د باختر آژانس خبريال ته وويل: په کندز ولايت کې د وروستيو نا آراميو له امله تراوسه پورې څه دپاسه ٦ زره تنه بې ځايه او د تخار ولايت ته مهاجر شوي دي .
تيموري زياته کړه: دغه کسان د امنيتي ګواښونو له امله له کندز ښار او د خان آباد، امام صاحب او د دشت ارچي له ولسواليو څخه تخار ته مهاجر شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: تراوسه پورې د تخار خلکو او د دغه ولايت سوداګرو له بې ځايه شويو کسانو سره مرستې کړې دي، خو دغه مرستې کافي نه دي او بايد له دوى سره له مرکز او د مرستندويو مرکزونو له خوا سملاسي او اساسي مرستې وشي.
وسله والو طالبان د دوشنبې په ورځ د کندز ښار ونيوه. خو د هغو عملياتو له امله چې د کندز ښار د بېرته نيولو په مقصد ترسره شول؛ دغه ښار بېرته دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغى.
د تخار ولايت وياند له مرستندويو مرکزونو او حکومت څخه غواړي چې د هوا له لارې دغه ولايت ته مرستې ورسوي.
د افغانستان د سرې مياشتې د کميټې مسوول هم په کندزکې دخلکو د خراب حالت له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل: دغې کميټې له يو زرو٥٠٠ بې ځايه شويوکورنيو سره د خوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته کړې ده.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي هم د کندز ولايت د بې ځايه شويو خلکو د حالت له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل: هغوى په تخار ولايت او د هغه په شاوخواکې په خراب حالت کې شپې سبا کوي او بايد د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د دوى د ستونزو د حل کولو په لاره کې سملاسي اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته