ټولنه

په بغلان کې بزګرې ښځې زده کړې وکړې

کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
د بغلان ولايت شلو تنو بزګرو ښځو په دغه ولايت کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالى او مالدارى د ملي پروژې له دوه ورځنى ورکشاپ څخه برخمنې شوې.
  د بغلان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست دخبري څانګې مسوول سيد نور آقا سادات دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې روزنيز پروګرام کې د کورنيو بڼونو او د سبو د کرکيلې د ارزښت  په باب  د بنو، خنجانو، نهرين او د مرکزي بغلان د ولسواليو او د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار بزګرو ښځو ته زده کړه ورکړ شوه .
ده وويل چې د دغه روزنيز پروګرام د جوړولو هدف د سبو د کرکيلې او کورني بڼونو د پراختيا په لاره کې د ښځو د ظرفيتونو لوړول دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته