سیاست

د جمهور رييس وياند: د امريکا ملاتړ مهم دى

کابل – باختر د ورى دمياشتې لومړۍ
د جمهوري رياست وياند عبيد عابدي امريکا ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د سفر په درشل کې وايي چې د ډار اچونې د نويو ګواښونو د څيړنې لپاره د امريکا ملاتړ هم دى.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما د روان کال د مارچ د مياشتې له ٢٢ څخه تر ٢٥ نيټې پورې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمد اشرف غني او له اجراييه رييس ډاکتر عبدالله سره په واشنګټن کې ګوري.
واشنګټن غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمښت څرنګوالي وڅيړي.
په همدې حال کې سپينې ماڼۍ ويلي دي چې د امريکا جمهور رييس د افغانستان له جمهور رييس سره د امنيت، اقتصادي ودې او د سولې له بهير څخه د امريکا د ملاتړ په ګډون د بېلابېلو موضوعګانو په باب خبرې وکړي.
د جمهور رييس وياند وايي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني به امريکا ته د سفر په بهيرکې په افغانستان کې د ډار اچونې د نويو ګواښونو په باب له امريکايي مقاماتو سره خبرې وکړي.
ده زياته کړې ده: له شک پرته داعش په افغانستان کې شته چې نه يواځې افغانستان بلکې سيمه او نړۍ هم ګواښوي. له همدى امله د دغو ګواښونو د څيړنې په خاطر د امريکا ملاتړ مهم دى او د جګړې شکل بدل شوى دى ، افغانستان او سيمه له نوې جګړې سره مخامخه ده.
عابدي په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د شمېر په باب ويلي دي چې جمهور رييس په دې باب د امريکا د جمهور رييس، کانګرس او د خلکو د ټولو پريکړو درناوى کوي.
د ده د څرګندونو له مخې: جمهور رييس واشنګټن ته د سفر لپاره بشپړتيارى نيولى او د ډار اچونې پرخلاف د ګډې مبارزې لپاره به، په غوښتې برسيره د امريکا د سياسي، امنيتي او اقتصادي مرستو غوښتنه وکړي.
په همدې حال کې د چارو يوشمېرکارپوهان وايي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د کمښت پروګرام به د دغه سفر ډيره ښه موضوع وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته