امنیت

د ملي پولیسو په اکاډمی کې د تمثیلي محاکمو ټولګى پرانيستل شو

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٤ مه:
د ملي پولیسو په اکاډمی کې د لومړي ځل لپاره د تمثیلي محاکمو ټولګى د ځانګړومراسموپه ترڅ کی پرانيستل شو.
د کورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په هغې غونډه کې چی په همدې مقصد د پولیسو په اکادمی کې جوړه شوې وه، لومړى د ملي پولیسو اکاډمی قوماندان پاسوال سید نورالله ځل خبرې وکړې؛ زیاته یې کړه چې د پولیسو د اکاډمی په تدریسي سیستم کې د تمثیلي محاکموټولګى ترپخوا ډیراړین بلل کیده، خو له نیکه مرغه اوس پدې بریالي شولو چې دغه ټولګى جوړ او نن یې د پرانيستلوویاړلرو.
وروسته د کورنیو چارو وزات د محکمې رییس میرحسن وزیري او د څارنوالۍ رییس لوی پاسوال سید فضل کریم سادات په وارسره د ملی پولیسو په اکاډمی کې د تمثیلي محاکمود ټولګى په ارزښتونو او اړتیاوو په هکله خبرې وکړې او دا یې د ملي پولیسوافسرانولپاره په راتلوونکوکاري برخوکې زيات مهم وباله .
دغه ټولګى د پولیسو د اکاډمی د حقوقو د استادانو له خوا پرمخ وړل کیږي او اوس د شلوتنوظرفیت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته