امنیت

په روزګان کې د کبانو د ساتنې ۴۰ فارمونه جوړيږي

ترينکوټ باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دغه ولايت د کرنې ریاست په مالي لګښت د شاوخوا اوولسو میلیونو افغانیو په لګښت د کبانو د ساتلو څلوېښت  فارمونه جوړیږي.
د روزګان والي محمد نذیر خروټي باختر اژانس ته وویل چې د دغو فارمونو په جوړېدو  سره به خلکو ته د کاري زمینې د برابریدو تر څنګ په دغه ولایت کې د روغتيايي غوښو سرچینه هم رامنځته شي.
د روزګان ولایت د کرنې او اوبو لګولو رییس انجنیر زلمی الکو وايي چې د کبانو د ساتنې دغه څلویښت فارمونه د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا د څه دپاسه اوولس نيم ميليونو افغانیو په لګښت د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په بیلا بیلو سیموکې د شاوخوا څلورو میاشتو په موده کې جوړیږي.
د ده د څرګندونو له مخې هر فارم یا حوض به دوه متره ژوروالی، یوولس متره اوږدوالی او یوولس متره عرض ولري چې په کې پنځه سوه کبان ساتل کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته