سیاست

په ايران او پاکستان کې دافغان مهاجرينو استازو خپلې ستونزې په ډاګه کړې

دايران اوپاکستان داسلامي جمهوريتونو په هيوادونوکې دافغان مهاجرينو څه دپاسه دوه سوه تنو استازو تيرماښام دمهاجرينو دراستنولودچارو له وزير سره په کابل کې وکتل . او په دغو هيوادونوکې يې دخپلو ځينو ستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، دغو استازو چې په دوديزه لويه جرګه کې دګډون په مقصد کابل ته راغلي دي دجرګې دمراسمو له پاى ته رسيدو وروسته مهاجرينو دراستنولو دچارو له وزير سره په يوه غونډه کې دخپلو ځينو ستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه .

په دې غونډه کې دپاکستان په اسلام اباد کې دافغان مهاجرينو استازو په ښوونځيو کې دمسلکي ښوونکو او دکافي معاشونو نشتوالي او دداسې کتابونو کمښت خپلې مهمې ستونزې وبللي .

دغه راز په پيښور کې دميشتو افغان مهاجرينو استازو هم خپلو بچيانو ته ديوه پوهنتون دجوړولو غوښتنه وکړه .

په دې غونډه کې په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو استازو هم افغان بچيانو ته ديو مشخص پوهنتون دجوړولو غوښتنه وکړه . او وي ويل موږ تراوسه پورې په ايران کې په يوه فرهنګي مرکز نه يو بريالي شو ي .

په مقابل کې دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير هغوى ته ډاډ ورکړ چې تر توان پورې به په خپله او هم دديپلوماتيکو مراجعو له لارې هلې ځلې وکړي چې په دغو دوو هيوادونو کې دميشتو افغان مهاجرينو طرحه شوي ستونزې پاى ته ورسولى شي

په دې غونډه کې دهيواد يوه ملي سوداګر محمود کرزي وويل ، په دوديزه لويه جرګه کې ستاسو ګډون او نظريې به دهيواد په برخه ليک کې او دغه راز دافغان مهاجرينو دحالت په ښه والي کې مثبت رول ولوبوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته