
کابل، د وري ۲۲مه، باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د لسګونه بندي افغان طالب العالمانو د آزادېدو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت مرستيال وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي، چې (د بهرنیو چارو وزارت، په تهران کې د افغان سفارت او زاهدان کې د جنرال کونسلګرۍ په هڅو د ایران په زاهدان ښار کي د ځایي حکومت له لوري نیول شوي لسګونه طالب العلمان، چې د دیني زده کړو لپاره تللي وو او د قانوني اسنادو د نشتون له کبله زنداني شوي و را خلاص او خپل هیواد را ستانه کړل شول.)
سرچينې د دغو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ايران او پاکستان کې سلګونه بندي افغانان د بهرنيو چارو وزارت په هلو ځلو له بنده آزاد او خپل هېواد ته راستانه کړای شوي وو.
افغانمل