کابل باختر دلړم شپږمه :
د داعش د ډلې ٢٩ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دتيرې شپې په نويو بريدونوکې ٢٩ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د هسکې مينې، خوږياڼيو، غني خيلو او کوټ د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارکې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٥ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د يو ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
له دې ډيپو څخه چې دجلال آباد ښار ته څېرمه د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيده، يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ختم_عطاالله _ اکرم