سیاست

په ايران کې دافغان مهاجرو لپاره دوخت ټاکل به پرانستي وي

دايران دکورنيو چارو وزير وايي چې هيواد به يې په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو د قانوني کولو دبهير دګړندي کولو په  شرط  دافغان کورنيو دايستلو موده پرانستي وساتي .

 دڅه ناڅه  دريو مليونو افغان مهاجرينو له جملې څخه چې په ايران کې  شپې سبا کوي څه ناڅه  يو مليون او څلور سوه زره تنه يې  قانوني سندونه نه لري او دايران دولت په  ١٣٨٩ کال کې  يو ضرب الاجل  وټاکه چې د ١٣٩٠ کال تر پاى پورې به په ايران کې په ټولو افغان مهاجرينو دافغانستان ددولت  له خوا قانوني پاسپورتونه  وويشل شي له دې پرته  به دهغو  په ايستلو اقدام وشي .

 دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبر له مخې  په هغې غونډه کې چې نن دمهاجرينو  دراستنولو دچارو دوزير ډاکتر جماهير  انوري  او دايران دکورنيو چارو  دوزير مهندس مصطفي  نجار ترمنځ  په کابل کې وشوه ډاکتر انوري دمهاجرينو دحقوقي مسئلو دحل کولو ، دمختلطو  ودونو د مسئلو دحل کولو ، دموټرچلوونې  لايسنس  دويشلو د مهاجرينو د بچيانو دښوونې اوروزنې دستونزو دحل کولو، ديوکال لپاره د پيژندنې دکارتونو دتمديدولو ، افغان مهاجرو ته دبيمې داسانتياو دبرابرولو په شان دکميټو دجوړولو داسانتياو له امله ددغه هيواد له ښو اقداماتو څخه وبلل او وي ويل  په ايران کې دافغان مهاجرو دشتون د قانوني کولو دبهير د تخنيکي  ستونزو په باب هيله لرو چې دايران اسلامي جمهوريت دټاکل شوي  مودې په اړوند نوى نظر وکړي .

 ډاکتر انوري  څرګنده کړه چې اروپايي ټولنه او دسيمې هيوادونه دافغان مهاجرينودستونزودحل کولو په خاطر دسيمه ئيز کنفرانس په جوړولو موافقه کړې ده .

 په مقابل کې دايران دکورنيو چارو وزير  مهندس مصطفي  نجار وويل  چې په دي اړوند دده دهيواد تصميم  جدي اونه ګرځيدونکي دى خو دطرحه شويو ستونزو  له امله په افغانستان کې  د سپينو پاسپورتونو په برابرولو کې  ټاکلي موده دافغانستان داسلامي جمهوريت له خوا ددغه بهير په ګړنديتوب  پورې مشروط  دى  او پرانستي به وي .   مهندس  مصطفي نجار دغه راز په دې کتنه کې وويل افغانستان  ته دخپل تير سفر په بهير کې  په ايران کې  افغان  مهاجرينو ته داسانتياو دبرابر و لپاره دمهاجرينود راستنولو  چارو دوزير غوښتنې عملي شوي دي .

 ده وويل، که چيري افغانان قانوني شتون ولري د انسان دقاچاق وړونکو د فعاليتونو مخه  نيول کيږي افغانان  له خپلو انساني حقوقو څخه ګټه اخلي ددوى حقوقي مسئلي په شفاف ډول حل کيږي او په ټوليزه توګه دايران اسلامي جمهوريت دى ته اړتيا لري چې خپلې پولې دالقاعده  تروريستانو او نورو فرصت غوښتونکو   کسانو پرمخ وتړي .  .

 ده يوځل بيا دافغانستان له مقاماتو څخه  په ايران کې  افغان مهاجرو ته دپاسپورتونو  دويشلو غوښتنه وکړه .

 په دې کتنه کې  په کابل کې  دايران سفير ډاکتر فداحسين مالکي او دايراني هيئت  نور غړي او دمهاجرينو د راستنولو چارو وزارت مشرتابه هيئت حاضر  و  تفاهم وشو چې ددواړو وزارتونو هيئت  په ايران کې دافغان مهاجرينو دستونزو  د جرړو دموندلو په خاطر  ډير ژر وټاکل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته