سیاست

دقوانينو دکميټې په غونډه کې دبريښنا انرژۍ دخدمتونو دتنظيم دقانون طرحه وڅيړل شوه .

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
دقوانينو دکميټې دوره يي غونډه نن دجمهوري رياست ددويم مرستيال  او ددغې کميټې درييس قانون پوه  سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې غونډه کې چې دبريښناانرژۍ دخدمتونو دتنظيم دقانون طرحه وڅيړل شوه دجمهور رييس مرستيال  څرګنده کړه دبريښنا انرژۍ دخدمتونو د تنظيم قانون يو له ډيرو نويو قوانينو څخه دى چې له نيکه مرغه تدوين شوى دى او ډير ژر به تصويب شي.
ده زياته کړه:  دبريښنا انرژۍ دخدمتونو دتنظيم دقانون اصلي  هدف ، دهيواد صنعتي او اقتصادي پراختيا او په پاى کې دخلکو عامه سوکالي ده .
دجمهور رييس مرستيال زياته کړه چې په تيرو وختونوکې  دانرژۍ په برخه کې په تيره بيا ددولتي بنسټونو اوهغو دصلاحيتونو ترمنځ او هم دانرژۍ په برخه کې  د خصوصي بنسټونو دفعاليت په قلمرو کې يولړ ستونزې وې چې ددغه قانون په تصويب سره به دغه ستونزې هم لرې شي .
ده څرګنده کړه که څه هم دغه قانون  دځينو بهرنيو  هيوادونو له قوانينو  څخه په ابهام سره اخيستل شوى دى خو هلې ځلې شوي دي چې دافغانستان له حالت سره متناسب  تدوين شي او په ډيرو کمو فني تعديلونو سره تصويب شي.
دغه راز په دې غونډه کې غړو په ترتيب سره د بريښنا انرژۍ دخدمتونو دتنظيم دقانون دمادو په  باب ځينې اصلاحي نظريې طرحه کړې او په دې اړوند يې خبرې وکړې .
په پاى کې دجمهوري رياست مرستيال او دقوانينو دکميټې رييس قانونپوه  سرور دانش وړانديز  وکړ چې دقانون هدفونه په څرګند ډول  ليکل شوي دى او صنعتي اقتصادي  پراختيا او عمومي  سوکالي  دقانون داساسي  او اصلي  هدفونو په توګه پکې په پام کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته