امنیت

امنيتي غونډه جوړه شوه.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
دکورنيو چارو وزارت امنيتي غونډه د کورنيو چارو د وزير محمد عمر داود زي په مشرۍ جوړه شوه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :   په دې غونډه  کې لومړى  دهيواد دامنيتي حالت او دانتخاباتو دبهير په اړوند دامنيتي تياريو دڅرنګوالي په باب هر اړخيز  رپوټ دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو دستر معين سترپاسوال محمد ايوب سالنګي له خوا  وړاندې  شو .
وروسته دکورنيو چارو وزيرمحمد عمرداود  زي دامنيتي حالت  ښه   والى،  دجمهوري  رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو د امنيت تامينول  او دهيواد دملي پوليسو روزنه او سمبالول او دجمهوري رياست او دولايتي شورګانو دانتخاباتو لپاره امنيتي پروګرامونه وڅيړل او ويې ويل چې دهيواد حساس حالت ته په پاملرنې سره دکورينو چارو وزارت مشرتابه  په ټول توان سره به دانتخاباتو دترسره کولو دبهير دامنيت دتامينولو او دهيواد دامنيتي حالت د ښه والي په خاطر دخپلو کاري پروګرامونو دعملي کولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
دکورنيو چارو وزير د ١٣٩٣ کال دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو لپاره د زميني برابرول دپوليسو له مکلفيتونو څخه وبلل او زياته يې کړه چې د کورنيو چارو  وزارت به دهيواد له نورو امنيتي ځواکونو سره په  همغږۍ کې هلې ځلې  وکړي چې   د انتخاباتو  په وړاندې امنيتي ګواښونه  له منځه يوسي او ددغو انتخاباتو دترسره کولو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي .
په همدې حال کې دولسي جرګې دکورنۍ امنيت دکميسيون رييس ميردادخان نجرابي هغو سيمو کې دامنيت دتامينولواو عملياتو دترسره کولو په باب چې دګواښونو سره مخامخ دي خبرې  وکړې او دامنيتي ځواکونو ترمنځ يې دهمغږي
په پياوړتيا ټينګار وکړ..
په پاى کې دهيواد دکورنيو چارو وزير دامنيتي حالت د ښه والي او د ملي پوليسو دکيفيت دلوړولو په لاره کې دنظريو او  وړانديزونو له  اوريدو  وروسته په بيلابيلو برخو کې هيتونه توظيف کړل او ټينګاريې  وکړ چې دغه نظريې او پيشنهادونه  په ټول جديت سره وڅيړل شي او دامنيتي حالات دښه والي په خاطر په ورڅخه استفاده وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته