سیاست

په ايرا ن کې د افغان مها جرينو ستو نزې و څيړل شوي

کابل باختر د سلواغى ٤ مـــــه

د ايران په اسلا مي جمهوريت کې د ميشتو افغان مها جرينو ستو نزي اود بد خشان ولايت د خلکو اړ تيا وې چې د وا ورې دسخت اورښت له ا مله له ستونزو سره لاس او ګريوان دي ، د مشرا نو جرګي په نننۍ غونډه کې وڅيړل شوي

د مشرا نو جرګي مطبوعا تي دفتر د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې چې د مشرا نو جرګي لو مړۍ نايب محمد علم ايزديار په مشر ۍ جوړه شوه ، دعا مه سو کا لۍ د کميسيون رئيس ډاکتر احمد بشير صميم د خبرو په ترڅ کې وويل په بد خشان ولايت کې په دې وروستيو وختوکې د وا ورې د اورښت له ا مله تر اوسه پوري څلور ديرش تنه شهيدان شوي او څه نا څه اويا تنه نورټپيان شوي دي او له مرکز سره د يو شمير ولسواليو مواصلاتي لاري تړ لى شوي دي

 دغه را ز ده دڅارويو د له منځه تللو اود ځينو کورونو د نړيد و او ترواورو لا ندې د يو شمير خلکو د بند پا تي کيدو يادونه و کړه او زياته يي کړه تر اوسه پوري له دوي سره اغيز منې مر ستې نه دى شوي. ده له پيښو سره د مبار زي ددولتي کميټې په چاروا کو انتقاد په ترڅ کې د چارو د مسوولينو د جدي پا ملرني غو ښتنه و کړه

 غونډې د موضوع دمبرميت په پام کې نيولو سره د عا مه سو کا لى اود ژوندا نه د چاپيريال کميسيون ته دنده وسپارله چې دغه موضوع دي له مسوولو ار ګا نو نو سره طرحه کړي اود بد خشان د مصيبت ځپلو کسا نو ستو نزې دى حل کړي

 دغه را ز په غونډه کې د هغو افغان مها جرينو د ستو نزو په باب چې له ايران څخه ايستل شوي دي اوټا کل شوې ده د ويزې اود کار د جواز په تر لاسه کولو سره بيرته ايران ته سفر و کړې خبري وشوې

په غونډه کې وپتييل شوه چې د مشرا نو جرګي د نړيوالو چارو کميسيون دى د افغان مها جرينو ستو نزې د بهرنيو چارو و زارت له مسو لينو سره  طرحه کړې اود خپلو اجرا ا تو نتيجه دې عمو مي غونډې ته وړا ندې کړې

 دغه را ز په غونډه کې دسنا تورا نو له خوا په دولس ګو نو کميسيو نو نو کې دغړو دتنظيم په باب خبري وشوي او ټينګار وشو چې د مشرانو جر ګى غړى دې ددوى له مسلک ، تخصص او کاري تجر بي سره سم په اختصاصي کميسيو نو نو کې تنظيم شي

 په نننۍ غونډه کې دغه را ز ځينو سنا تورا نو په تقنينې ، نظار تي ، اداري اود خلکو د استا زيتو ب په برخو کې دسنا مجلس د کاري اغيزمنتوب او ښه والى په باب خپلي  طرحى او پيشنهاد ونه وړا ندې کړل چې په نوى تقنينيې کال کې په پام کې ونيول شي چې د غړو نظريې او وړا نديزو نه د مجلس د اداري هيئت له خوا ګټور او اغيزمن و بلل شول

 دغه را ز په غونډه کې پريکړه وشوه چې په ما لى او بودجوى چارو کې د شفافيت د تا مينولو په مقصد دى د  مشرا نو جرګي د ١٣٩٠ کال د بود جى دتطبيق دڅرنګوا لى په باب يوې عمو مي غونډې ته رپوټ وړا ندې شي

 دغه را ز د مشرا نو جرګي دشکايتو نو د اوريدو د کميسيون په جلا غونډه کې سنا تور ګل احمد اعظمي درايو په اتفاق ددغه کميسيون د مرستيال په توګه انتخا ب شو چې دده په انتخا ب سره د مشرا نو جرګي ددولس ګو نو کميسيو نو نو درئيسا نو او مرستيالانو د انتخاباتو لړي هم بشپړه شوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته