امنیت

دحرفوي غلو ديوې ډلې يوولس تنه غړي په هرات کې په بند محکوم شول .

کابل باختر دوري اوومه :
دحرفوي  غلو ديوې ډلې يوولس تنه غړي دهرات دښاري ابتداييه محکمې له خوا نن په علني توګه  محاکمه اومجازات شول .
  دغه کسان چې په ډله ئيز او سازمان موندلي ډول يې دهرات ښار په کچه فعاليت کاوه څه موده مخکې دپوليسو  دځواکونو له خوا نيول شوي  و .
دهرات دښاري ابتداييه محکمې رييس قضاوتمل  غلام رسول منصور  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان دجزا  دديوان  په قضايي علني غونډه کې مجازات شول
دښاغلي منصور دڅرګندونوله مخې له دغوکسانو څخه څلور تنه يې هر يو په شپاړلس کاله بند ، دوه تنه چې داخلاقي فساد په قضيه کې تورن دى په پنځه پنځه کاله بند او دوه تنه نور هم هريوپه پنځه پنځه کاله بند او دريو تنو نورو يې ددلايلو دنه شتون په نسبت برائت  ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته