کابل باختر دوږي اتلسمه :
١٨ تنه داعشيان پرون دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دغه داعشيان ددغه ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دبهرنيو ځواکونو دهوايي بريدونو له امله وژل شوي دي .
خوږياڼي زياته کړه چې په دې هوايي بريد کې اووه تنه نور داعشيان ټپيان شوي او دداعش په ډلې پورې اړوند يو هاوان هم ويجاړ شوى دى . ختم- ف _ اکرم