اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د دوشي-بامیان سړک د شپږمې برخې جوړولو په ګډون څلور قراردادونه منظور کړل

-کابل باختر د زمري  اوولسمه
د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې دملي تدارکاتو کمېسیون د ۲ ملیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ کيلومتره په اوږدوالي د دوشي-بامیان سړک د شپږمې برخې د جوړولو تر څنګ  درې نور قراردونه منظور کړل.  
په دې غونډه کې منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:
– د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبي اکسیجن او د لوړو زده‎کړو وزارت اړوند د تحصیلي بنسټونو د اعاشوي او لابراتواري تجهیزات تدارک؛
– د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د لومړۍ برخې کار د پیل په  اړه د انرژۍ او اوبو ورازت او نړیوال بانک د پیشنهادي طرحې منظوري. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په دې برخه کې ، د پروژې د چاپیریال ساتنې او اجتماعي مطالعاتو سروې اړوند مسایل به هم تطبیق شي.
– د زراعت د مارکیټ زیربنایي پروژې اړوند د پنځه بابه عصري مسلخونو ودانیو زماني تعدیل او د جوړېدو طریقه یې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پیشنهاد کړې وه.
دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د بستر تجهیزاتو پیشنهادي قرارداد رد شو او لارښوونه وشوه چې نوې پروسه دې د مقیدي سیالۍ له لارې وړاندې شي.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې او عدلیې وزیرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولېنو، دسیګار او غوڅ ملاتړ او د مشرانو جرګې د مالي ملي اقتصاد او بودجې کمېسیون څارونکو هم ګډون کړی وو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته