نړۍ

ناتو : له تروريستانوسره مقابله اوږدمهالو څومليتي اقداماتو ته اړتيالري

بروکسل اسوشتدپرس   باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢١ :
دناتو سرمنشي  په سوريه او عراق کې له بنسټپالنې سره  په منځني  ختيځ  کې په مقابله کې  دعربي هيوادونو فعاليتونو ته  اشاره وکړه او  اعلام يې وکړ  چې   دتروريستانوله  ګواښ سره مقابله   اوږدمهالو  څو مليتي اقداماتو ته اړتيالري.
داسوشتدپرس دخبري اژانس دخبرله مخې  : دناتو سرمنشي ينس استولتنبرګ  دغه څرګندونې  دناتو دسازمان او دڅو عربي هېوادونو ترمنځ دهمکاريو  دلسمې کاليزې  ددرناوي لپاره قطر ته  په خپل سفر کې  اعلام کړې .
دناتو دغه جګپوړي مقام   له بنسټپالنې په تيره بيا په عراق او سوريه کې  له بنسټپالنې سره دمقابلې په بهېرکې دعربي هېوادونو اودسيمې دنورو هېوادونو  رول مهم وباله .
دداعش پرخلاف دنړيوالو اقداماتو پرخلاف دناتو دسرمنشي  دغه څرګندونې  په داسې حال کې طرحه شوې  چې په عراق او سوريه کې دداعش دډلې دسنګرونو پرخلاف په اصطلاح نړيوال  ايتلاف هوايي بريدونه تراوسه پورې ناکام دي  او  يوازې دعراق اوسوريې امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې په خپلو عملياتو سره دداعش دډلې دپرمختګ مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته