سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په افغانستان کې د ډار اچوونکو ډلو شتون، اوتې بوتې دي

کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر

افغانستان باید د هغه موجودو واقعیتونو له مخې چې ثبات او امنیت د هغه لومړۍ مولفه ده وپېژندل شي.

په دغه هېواد کې د ډاراچوونکو ډلو شتون له اوتو بوتو پرته بل څه نه دي.

د باخترآژانس مبصر لیکي: د امریکا جمهور رئیس منځني ختیځ ته د خپل سفر په بهیر کې اسراییلو، د فلسطین اشغال شویو سیمو او عربستان سعودي ته سفر وکړ او د سعودي عربستان په جدې ښار کې د عراق، اردن او د مصر په ګډون د فارس خلیج حوزې د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

سره له دې چې د دغه سفر اصلي موخه له عربي هېوادونو سره د اسراییلو د اړیکو ټینګښت بلل شوی او د اسراییلو رسمیت پېژندلو لپاره د عربي هېوادونو د هڅونې لپاره د امریکا د پروګرامونو یوه برخه پېژندل کېږي؛ خو بایدن په دې سفر کې له ډيپلوماسۍ هنر څخه استفاده وکړه او د دې ترڅنګ چې د سعودي او اسراییلو ترمنځ د رسمي اړیکو د رامنځته کولو خبره پورته کړه، د محمد عباس کتنې ته لاړ چې وښي د فلسطین خلک یې هم هېر کړي نه دي.

موږ د بایډن د وروستي سفر له متن او حاشیې سره کار نه لرو خو هغه څه چې په دې سفر کې د افغانانو پاملرنه جلب کړې ده سعودي عربستان ته د هغه د سفر د پای ته رسېدو اعلامیه ده چې پکې ویل شوي ( دواړو لورو په افغانستان کې د امنیت او په دغه هېواد کې د شته ډار اچوونکو له ګواښ سره د مبارزې د ملاتړ پر اړتیا ټينګار وکړ) .

په اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایتولو او د یو شمېر نورو مواردو په اړه څرګندونې شتون لري.

معلومه نه ده چې په دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د ډار اچوونکو د فعالیتونو او یا د تروریستي ډلو او یا سازمانونو د شتون هدف څه دی او بایډن له ډار اچوونې څه تعریف لري؟

په افغانستان کې موجود واقعیتونه په سعودي عربستان کې د بایډن سفر د پای ته رسېدو په اعلامیه کې طرحه شوې ادعاګانې یو شان نه دي، افغانستان د هیڅ هېواد په وړاندې ګواښ نه دی، افغانستان د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې د همکاری او همپالنې اصل رعایتوي او مهمه دا چې د افغانستان ګاونډیان د اسلامي امارت د ښه نیت له ډکو عملونو خوښ او راضي دي.

که چېرې په افغانستان کې ډار اچوونکې ډلې موجودې وې او د هغوی فعالیتونه متصور وای اصلي زیانمنونکي د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي نه واشنګټن او یا د امریکا کوم عربي متحد په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه له افغانستان څخه د ځان په وړاندې هیڅ ګواښ او ستونزه نه ده ليدلې او شکایت هم نه لري هغه کسان چې ادعا کوي په افغانستان کې ډار اچوونکي فعال دي او په دغه هېواد کې میشتې ډار اچوونکې ډلې د نورو امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی، پوه شي چې یوځل بیا اوتې بوتې ویلي دي.

د نوي نظام تر چتر لاندې په افغانستان کې هیڅ کومه ډار اچوونکي ډله د فعالیت وخت نه دی غندلی او که چېرې کومه ستونزه هم رامنځته شوې ده د لنډ وخت لپاره وه او ډېر ژر ځپل شوې ده چې بېلګه يې په کندز کې د خوارجو په وړاندې د امنیتي ځواکونو وروستي عملیات دي.

په داسې حال کې چې ډار اچونه، د بشري حقونو سر غړونه، د سیاسي مخالفینو او منتقدانو ځپل او وژل او د اقلیتونو په وړاندې تبعیض او توپير د یو شمېر هېوادونو د رسمي سیاستونو یوه برخه ده چې خپله د بشري حقونو د ساتنې او ملاتړ ادعاوې طرحه کوي نن په امریکا کې مسلمان اقلیت دي، د دغه هېواد تور پوستکي او امریکايي سره پوستکي چې د امریکا بومي اوسېدونکي دي له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ  دي خو بایډن د خپل هېواد حالت نه ګوري خو نورو ته د خواخوږۍ نارې سورې وهي.

که چېرې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا بریالیتوب وروسته پېښو او بدلونونو ته دقت وکړو بایډن په امریکا او له امریکا څخه بهر په کومه غونډه کې د افغانستان او د هغه د خلکو نوم نه دی اخیستی او هیڅکله د افغانستان خلکو ته په انسان دوستانه نظر نه دی کتلی خو په یو اسلامي هېواد کې د سفر په وخت کې په افغانستان کې د ډار اچونې یادونه کوي او هڅه کوي چې ډاراچونې ته له اسلامي سره پيوند ورکړي او په دې ترتیب د خپل اسلام دښمنانه نظر په ډاګه کوي.

واقعیت دا دی چې بایډن او د امریکا یو شمېر شریکان چمتو نه دي په افغانستان کې له موجودو واقعیتونو سره روغه وکړي، په افغانستان کې موجود واقعیتونه د ملي او نړیوالو ژمنو پر وړاندې ژمنه، پوهه او مسوولیت منل دي، هغه اصل چې اسلامي امارت پرې ژمن دی.

ښه ده چې اوسنی افغانستان د هغه له موجودو واقعیتونو سره چې ثبات او امنیت د هغه لومړۍ مؤلفه ده وپېژندل شي، په دغه هېواد کې د ډار اچوونکو ډلو د شتون ادعا له اوتو بوتو پرته بل څه نه دي بلکې د راتلوونکو لاس وهنو او د هغه د توجیه لپاره د بستر جوړولو لپاره یو پلان او لارښود دی په داسې حال کې چې اسلامي امارت د دغه شان ګواښونو په وړاندې ولاړ دی او بهرنیو دسیسوغوښتنو ته به تسلیم نشي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته