خبرونهامنیت

یو ماین ښخوونکی په قندهارکې ووژل شو

٣١- کابل / د مرغومي ۱۰ / باختر
یوماین ښخوونکی طالب تېره شپه په قندهارکې ووژل شو.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند باخترآژانس ته وویل چې دغه طالب کله چې غوښتل د دامان ولسوالۍ په سري قلعه سیمه کې ماین ځای پرځای کړي پولیسود ګزمې په وخت هغه وپېژانده او په ډزو سره وواژه.
خبرځای زیاته کړه ، په دې جګړه کې دوه نورطالبان ټپیان شول او د دوى ٣ جنګي وسایل هم د پولیسولاس ته ورغلل.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته