نړۍ

امريکا په کابل کې د شيعه ګانو پر جومات بريد په کلکه وغانده

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د امريکا متحده ايالاتو د کابل ښار د باقر العلوم پرجومات بريد په کلکه وغانده.
د امريکا د ملي امنيت د شوار وياند نيد پرايس پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل: دغه شان ډارن بريدونه نه شي کولاى په افغانستان کې فرقه يي تاوتريخوالي ته لمن ووهي.
د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموريت لوى قوماندان هم وايي چې افغانانو ته ډاډ ورکوي چې ترڅنګ به يې ولاړ وي او د يو سوله ييز او با ثباته افغانستان لپاره به هر راز ممکنې هلې ځلې وکړي .
د داعش تروريستي ډلې په کابل کې د پروني ځانمرګي بريدمسووليت منلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته