سیاست

اجراييه رياست دخپلواکو دولتي ادارو درييسانو لومړۍ غونډه جوړه کړه .

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ  دخپلواکو دولتي ادارو درييسانو لومړۍ غونډه په سپيدار ماڼۍ کې جوړه شوه .
داجراييه رياست دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :په دې غونډه کې چې داجراييه رياست دويم مرستيال استاد محمد محقق هم برخه لرله دڅلورويشتو خپلواکو دولتي ادارو مسوولينو دکاري لومړيتوبونو په بيانولو سره  چلنجونه او دهغو دحل لپاره وړانديزونه طرحه کړل .
دهېواد اجراييه رييس ددغې غونډې دجوړولو موخه ددغو ادارو داغيزمنتوب بيانول وبلل او ټينګار يې وکړ چې ددغه شان غونډې په جوړيدو سره ددغو ادارو ترمنځ دسمون او دافغانستان خلکو ته دښو خدمتونو دوړاندې کولو لپاره زياتې زمينې برابريږي .
ددغې غونډې برخه والو دغه نوښت په تيرو څوارلسو  کلونوکې بې سارى  وباله او دهېواد له اجراييه رييس څخه دمننې په څرګندولو سره يې ټينګار وکړ چې خپلې هڅې زياتوي .
  دوى  په دې ټکي باندې په ټينګار سره چې له څوارلسو کلونوراپديخوا  ددغه شان غونډو دجوړولو لپاره اړتيا احساسيده خو لازمه پاملرنه ورته ونه شوه او اوس دهېواد دنازکوشرايطو په پام کې نيولو سره کولاى شو له اوسني فرصت څخه زياته استفاده وکړو او هغه چلنجونه حل کړو چې له کلونو کلونو راپديخوا پاتې دي .
  وپتيل شوه چې دهېواد داجراييه  رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ  دخپلواکو دولتي ادارو درييسانو غونډې  په هرو دوو مياشتو کې يوځل جوړې شي او په همدې حال کې له اړتيا سره سم فوق العاده غونډې به په اجراييه رياست کې جوړې شي او پريکړې به يې دوزيرانو شورا دفرعي کميټو په شان وڅيړل شي او دوزيرانو شورا ته به وړاندې شي .
  دغه راز پريکړه وشوه چې دخپلواکو دولتي ادارو رييسان په راتلوونکي هجري لمريز کال کې دخپلو پلانونو او چلنجونو  دقيق او مفصل رپوټونه دلسو ورځو په بهير کې دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رياست ته وړاندې کړي چې دهغو له مخې لازم تصميمونه  ونيول شي او دمناسب حل لارې چارې پيداشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته