روغتیا

لوى درستيز په هرات کې داردو په سل بستريز روغتون کې دبسترو ټپيانو پوښتنه وکړه .

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :

دملي دفاع وزارت لوى درستيز دملي اردو په سل بستريز ساحوي روغتون کې دبسترو ناروغانو او ټپيانو داحوالو پوښتنه وکړه .

دملي دفاع وزارت لوى درستيز  ډګر جنرال ارکانحرب  قدم شاه شهيم د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقوماندان او دملګري هيئت په ملګرتيا په داسې حال کې چې دساحوي روغتون دقوماندان جنرال ډاکتر عبدالغني  له خواتوضيحات ورکول کيدل .

  په روغتون کې دبسترو ناروغانو او ټپيانو داحوالوپوښتنه وکړه او دمعالجو  ډاکترانو څخه يې وغوښتل چې دبسترو ناروغانو او ټپيانو په درملنه کې جدي پاملرنه وکړي .

ددغې کتنې په بهير کې  دملي دفاع وزارت سوغاتونه  په  ناروغانو وويشل شول .

دروغتون قوماندان جنرال عبدالغني  دروغتيايي کارکوونکو د برياليتوبونو رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل  دملي اردو روغتيايي ټولګي دملي اردو او نوروبرخو سره جوخت وده او پرمختيا کړې ده چې په هرات کې دملي اردو دساحوي روغتون پرسونل شپه او ورځ  په فعاله توګه  دناروغانو او ټپيانو په خدمت کې دي چې زه ستاسو کړه وړه ستايم او له تاسو ګرانو ډاکترانو څخه غواړم  لکه څنګه چې په تيرو وختونوکې مو دطبابت  مقدسې دندې په صادقانه ډول  ترسره   کړي دي  دهيواد پالنې په لوړې روحيې سره دوام ورکړئ  .

ديادونې وړ ده چې دملي اردو په ساحوي روغتون کې همدا اوس څه ناڅه پنځوس تنه ملکي او نظامي ناروغان او ټپيان تر درملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته