سیاست

محمد کريم خليلي په حبيبيه ليسه کې خپله رايه وکاروله.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دجمهوري رياست مرستيال محمد کريم خليلي نن دورى د مياشتې په شپاړلسمه نيټه دشنبې دورځې په سهار په حبيبيه ليسه کې د رايي اخستلو څانګې ته ورغى او خپله رايه يې پر صندوق کې واچوله.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ دجمهور رييس مرستيال د رايي ورکولو په بهير کې له ګډون وروسته له رسنيو سره په لنډو خبرو کې دانتخاباتو دبهير دترسره کيدو له امله خوښي څرګنده کړه او ددغې ورځې له امله يې د افغانستان خلکو ته مبارکي وويله.
دجمهور رييس مرستيال دغه ورځ يوه برخليک ټاکوونکې ورځ وبلله او ويې ويل : خوش يم چې دافغانستان خلک د دريم ځل لپاره د رايو ورکولو صندوقونو ته ځي او دخپل برخليک دټاکنې لپاره تصميم نيسي.
ده دغه راز څرګنده کړه چې د رايي ورکولو په صندوقونو کې دخلکو پراخ ګډون هغو کسانو ته څرګند ځواب دى چې غواړي په ويرې او ډار او ګواښ سره دخلکو د ارادې دعملي کولومخه ونيسي.
دجمهور رييس مرستيال دانتخاباتو په بهير دڅارنې او شفافيت په لاره کې دخلکو په رول باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې دافغانستان حکومت ددغه بهير په شفافيت باندې غوڅ او جدي هوډ لري.
دجمهور رييس مرستيال وويل : دانتخاباتو دترسره کوونکو بنسټونو مسولين دې ، په هغه مسوليت سره چې لري يې هڅه او هاند وکړي دهر راز شک او ترديد چې ددغې سترملي بهير اعتبارته زيان ورسوي مخه ونيسي.
ده دامنيتي بنسټونو دهڅو او هاند له امله د قدرداني په ترڅ کې چې دانتخاباتو دبهير دامنيت په تامينولو کې يې رول لوبولى دى ټينګار وکړ چې دهيواد امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې ددغه بهير دامنيت دتامينولو لپاره ترورستي پړاو پورې هيڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.
ده له رسنيو، رايې ورکوونکو او له انتخاباتي کتوونکو څخه هم وغوښتل چې ددغه بهير په شفافيت کې دې لازمې همکارۍ وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته