امنیت

په کونړ ولايت کې دجګړې له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

اسعداباد باختر د وري پنځه ويشتمه :
په کونړ ولايت کې دطالبانو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ په جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب  سيدخيل دباختراژانس  خبريال ته وويل: دغه جګړې دکونړ ولايت دسرکاڼو او مرورې  ولسواليو کې په امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو دکمين له امله ونښتي چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان دکونړ ولايت دسرکاڼو په ولسوالۍ کې  او درې تنه نور دمرورې په ولسوالۍ کې  ووژل شول .
سيدخيل زياته کړه چې ددغې جګړې  په بهير کې يوشمير وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي چې دقيق شمير يې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته