امنیت

طالبانو د دوو تنو کورونه د سولې له بهير سره د پيوستون په جرم وسوځول

محمود راقي – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
دوه تنه طالبان له وسلو سره يې په کاپيسا ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونمل امان الله باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دکاپيسا ولايت د اله ساى ولسوالۍ د سپين درې اوسيدونکې محمد سالم او محمد سليم تېره شپه له دوو کلاشينکوفونو سره له دولت سره يوځاى شول.
ده وويل: طالبانو ددغو کسانو د تسليمۍ په غبرګون د هغوى کورونه او درمندونه وسوځول.
ويل کيږي تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د تسليم شويو کسانو خپلوان هم د طالبانو تر ګواښ راغلي، او که نه؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته