امنیت

دکندز په عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
دکندز ولايت په مربوطاتو کې  دپوځي عملياتوپه بهير کې  وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .
دترلاسه شويو ارقامو له مخې ددغو عملياتو په لومړيو دوه ورځو کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دکندز ولايت ته دنومول شوى والي په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او درې ويشت تنه نور يې ټپيان شوي دي
دملي اردو او پوليسو دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون د ذوالفقار  په نامه دغه پوځي عمليات دکندز ولايت  په ځينو سيمو کې دوام لري
تيره شپه ددغو عملياتو په بهير کې  ددشت ارچي ولسوالۍ ځينې سيمې دپوځيانو او دطالبانو ترمنځ د ډيرې سختې نښتې ډګر و  هغه جګړې چې دکندز ولايت لپاره دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دنومول شوى والي  اسد الله پيکار دوژل کيدو سبب شوى  .
دکندز ولايت دامنيتي ځواکونو يو قوماندان چې په دغو عملياتو کې ګډون لري دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکې  تراوسه پورې څوارلس  تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او څه ناڅه درې ويشت تنه نور ټپيان شوي دي
ده په دغو جګړو کې  دطالبانو دډلې له خوا دکندز ولايت لپاره دنومول شوى والي اسد الله پيکار وژل کيدل هم تاييد کړل .
دذوالفقار  عمليات دتروريستي ډلو  له شتون څخه دکندز ولايت دځينو سيمو دپاکولو او دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو دترسره کولو لپاره دمناسبو شرايطو دبرابرولو لپاره  پيل شوي دي
په دغو عملياتو کې پوځيان دوسله والو طالبانو دلسګونو سپکو او درندو جنګي وسايلو او دسلګونو  کيلوګرامو چاوديدونکو توکو په کشفولو هم بريالي شوي دي
  دپوليسو دغه قوماندان وايي چې پوځيان په دې بريالي شوي دي چې دکندز په لسګونو سيمې په دغو عملياتو کې دتروريستي ډلو له شتون څخه پاکې کړي 
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې يو پوځي شهيد او درې تنه نور پوځيان تراوسه پورې تپيان شوي دي
سيمه ئيز مسوولين وايي چې دغه پوځي عمليات به په بشپړه توګه دتروريستي ډلو له شتون څخه دکندز دځينو سيمو تر پاکولو پورې دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته