امنیت

درې تنه قاچاق وړونکي له اووه څلويښتو ميلو وسلو سره ونيول شول .

کابل باختر دسلواغې اوومه :
دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو درې تنه قاچاق  وړونکي له اووه څلويښتو ميلو وسلو سره په کابل ښار کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ. دوسلو اومهماتو يوه درې  کسيزه ډله قاچاق وړونکي چې اووه کلاشينکوفونه او څلويښت ډول ډول تومانچې  يې له يوې اندازې مهماتو سره په ماهرانه ډول په  يو پيکپ موټر کې ځاى پرځاى کړي وو او له پاکستان څخه دننګرهار ولايت ته او وروسته کابل ښار ته ليږدولي وو چې دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو لپاره ددولت دوسله وال مخالفينو په ډلو وپلوري  چې  هدف ته له رسيدومخکې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا دخاصو عملياتو په بهيرکې  له دغو وسلو اومهماتو سره  لاس په لاس دکابل ښار په مربوطاتو کې ونيول شول .
نيول  شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى او ويلي يې دي . چې دغه وسلې اومهمات  يې دپيښور په رينګ رود  کې دوسلو دتوليد په فابريکه کې پيرودلې او کابل ښار ته يې ليږدولي وو .
ددغو کسانوپه نيول کيدو او ددغو وسلو په کشف او ترلاسه کيدو سره ددولت دوسله والو مخالفينو ديوشمير تروريستي فعاليتونو مخه نيول  شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته