سیاست

تبصــره

کابل / باختر/ د وږي٩ مه
له اوسنيو نازکو شرايطو او وضعيت څخه تېرېدل چې سخت خطرناک دي، افغانان د سياسي اړېکو او له سمتي او قومي تمايلاتو پرته يو والي او همغږۍ ته رابولي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د افغانستان په سياسي ډګرکې نويو پرمختګونو چې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې له خبرو سره يوځاى دي؛ د افغانستان د خلکو لپاره خوشبينۍ او انديښنې رامنځته کړې دي. په دې ترڅ کې د ځينو هېوادونو او سازمانونو د يوشمېر لوړ پوړو مقاماتو ضد او نقيضو خبرو دغه انديښنې لاپسې زياتې کړې دي.
دغه مقامات يو وخت له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مسئله طرحه کوي، يو وخت د دغو ځواکونو پاتې کېدل د رسنيو سرلیک کېږي، يو وخت د داعش مسئله يوه ستره نړيواله شخړه ورپېژندل کېږي، يو وخت د دې ستونزې حل په عراق، افغانستان، روسيې، ايران او هند پورې اړوند بلل کېږي او يو وخت هم د افغانستان او د هغه د خلکو په پته خبرې اورېدل کېږي چې له سپکاوي ډکې او ناهيلې کوونکې دي.
د يوشمېر ټاکلو هېوادونو کړنې او د دريځونو غوره کول ښيي چې افغانستان له يوې سترې سياسي او استخباراتي لوبې سره مخ دى، خو له بده مرغه د دې لوبې پيټۍ د افغانستان خلک په اوږو اخلي او قرباني ورکوي.
د نويو پرمختګونو په شتون کې دغه مسئله له بل هر وخت څخه زياته په ډاګه او څرګنده شوه چې د سيمې او له سيمې څخه بهر هېوادونه په افغانستان کې تعريف شوې ګټې لري، خو هغه څه چې  دلته ګونګ او ساکت دي؛ د افغانستان د ګټو هېرول دي.
يوشمېر په دې باور دي چې د دوحې غونډه او هغې ته ورته غونډې زياتره د امريکا او پاکستان د اختلافونو د حل سبب شوې دي او دغه دواړو هېوادونه يې له يوبل سره زيات نږدې کړي دي. خو طالبان په يوه کاذب غرور سره په دغو خبرو کې له وسايلو پرته بل څه نه دي.
نن زيات شمېر هېوادونه شته چې د افغانستان د قضيې له تګلوري څخه خپلو سترو موخو ته ورسېدل.
تېرې دښمنۍ هيرې شوې او نوې دوستۍ پيدا شوې دي. نويو ګټو سرپورته کړ، خو په دغو لوبو کې نيرنګونه، د يو بل ترڅنګ درېدل او يو بل ته نږدې کېدل افغانان وو چې قرباني شول او د هغوى هېواد ويجاړ شو.
ستونزه په دې کې ده چې موږ تل له کورنيو ستونزواو د نظر له اختلاف سره مخ يوو.  که چېرې د ناتار ژورتيا ته دقيق شو؛ د افغانانو ترمنځ د اختلاف سختوالى د پرديو لاسونه په افغانستان کې اوږد کړل او ستونزې او ناخوالي يې سختې کړې. کورني اختلافونه موږ له منځه وړي، زيات فرصتونه يې له موږ څخه اخيستي دي او نور فرصتونه به هم له منځه يوسي.
موږ په داسې حال کې د پرديو له سياسي او استخباراتي لوبوسره مخ يوو چې تل د تاريخ، تمدن، فرهنګ او دملي او انساني ارزښتونو يادونه کړې ده. نو که چېرې دغه شان ده؛ ولې خپلو ملي ارزښتونو ته رجوع نه کوو او له خپلو ارزښتناکو دودونو او رواجونو څخه په ګټې اخيستنې سره چې جرګه، غونډه، خبرې او تفاهم دى؛ دملي ستونزو په حل کولو لاس نه پورې کوو او خپل برخليک خپله نه ټاکو؟
تاريخ ښودلې ده چې له هېواد څخه په بهرکې تفاهم او ديالوګ هېڅکله ګټور نه دى،  ځکه په هغو کې د بهرنيانو ګټې او نظريې ښکيلې دي او موږ به کوم ځاى ته ونه رسوي.  ژوندۍ بېلګه يې په راولپنډۍ کې د جلا وطن حکومت جوړول دي چې پايله  يې د کابل ويجاړتيا وه.
ښه به وي چې افغانان د سياسي، قومي او سمتي اړيکو او تړلتياوو په پام کې نيولو پرته د طالب والي او يا دولتي والي په پام کې نيولو پرته يو موټي او په يوه غږ شوو او د سولې بهير افغانستان ته ولېږدو او د خپل هېواد ستونزه د ملي يووالي، تفاهم  او د نظر د يووالي تر سيوري لاندې حل کړو او د بهرنيو لاسونه د خپل برخليک له ټاکنې څخه لنډ کړو.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته