امنیت

په بلخ کې چاودنه دملي اردو شپږ تنه سرتيري شهيدان کړل .

-کابل/ دمرغومي ٥مه/ باختر:
وسله والو طالبانو تېره شپه په چاوديدونکو توکوبار له يوموټر څخه په استفادې سره په بلخ کې  دملي اردو په يومرکز بريد وکړ .
دبلخ ولسوال ګلباز خان ناصري  دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې طالبانو په دغه چاودنه کې له هاموې موټر څخه استفاده وکړ چې په پايله کې يې دملي اردو  پوځيانو ته دسرزيانونه  واړول .
خو دملي دفاع وزارت ديوې اعلاميې په خپرولو سره په دې باب  ويلي دي چې دبلخ په ډار اچوونکي پېښه کې دملي اردو شپږ تنه منسوبان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .
دملي اردودغه مرکز دبلخ ولايت دبلخ ولسوالۍ په دبنګاله پله په کلي کې  موقعيت لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته