ټولنه

داداري فساد په توګه دهرات دپخواني ښاروال ممنوع الخروج کيدل

کابل باختر دچنګاښ اتلسمه :
دهرات ښاروالۍ د څلورو تنو جکپوړو مسوولينو دندې داداري فساد په  تور وځنډولې شوې .
په دغو کسانو تور لګول شوى دى چې په يو ډول نه يو ډول داداري فساد په جرمونو کې ښکيل دي او موظف هيئت په دندو دهغوى شتون داداري فساد ددوام په مانا بللى دى .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد نن په يوه خبري غونډه کې دهرات دپخواني ښاروال فرهاد نيايش  دممنوع الخروج کيدو خبر هم ورکړ او ټينګار يې وکړ چې ددغو څلورو تنو ددندو ځنډول له اداري فساد سره دمبارزې په کار کې دمسوولينو دقوي ارادې نشه نښانه ده .
  دهرات په خپواني ښاروال يو لګول شوي تور ددغې ښاروالۍ  له حساب څخه دشلو مليونو افغانيو نغدو پيسو ايستل دي .
په همدې حال کې فرهاد نيايش په ده لګول شوي تورونه ردوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته