اقتصاد

په بدخشان کې دستراتيژيک ګودام د جوړولو کار تر را تلوونکو دريو مياشتو پورې بشپړيږي

کابلباختر دسرطان ٤
په بدخشان ولايت کې ديو ستراتيژيک ګودام دجوړولو کار په سلو کې پنځه ديرش پرمخ تللى دى.
داړونده ساختماني شرکت مسوول حضرت خان باخترآژانس ته وويل: ددغه ګودام دجوړولو کار يو کال مخکې دکرنې او او بو لګولو و زارت له خوا په فيض ا باد ښار کې پيل شوى و .
دغه ګودام دپنځه زره ټنو توکو په طرفيت دبدخشان ولايت د فيض آباد په نوى ښارکې د يو زرو شپږ سوه يو څلويښت متره مربع ځمکې په سا حه کې جوړيږي.
دبدخشان ولايت د کرنې او او بو لګولو رياست دپلان مديرکريم خان وويل چې دغه ګودام د کرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بود جې څخه د ديارلس اعشاريه پنځو مليو نو افغانيو په لګښت جوړيږي.
ده وويل چې اړونده ساختماني شرکت د ګودام دجوړولو په کار کې بې پروايي وکړه اوموږ شرکت ته وخت وټاکه چې د ګودام دجوړولو کار په دريو مياشتو کې بشپړ شي.
کريم خان زياته کړه: ددغه ګودام دانګړ د جوړولو کارهم  د کرنې وزارت له بودجې څخه د اتو مليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړيږي.
دبدخشان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رييس انجنير محمدعالم عالمي باختراژانس ته وويل چې دستراتيژيک ګودام د جوړولو د کار په بشپړيدو سره خوراکي توکي اوبز ګرانو ته د کرنې اصلاح شوي تخمونه پکې زيرمه کيږي او نور به په ژمي کې ددغه ولايت د کرنې رياست او د خلک د خورا کي توکو دکمښت له پلوه له ستونزو سره مخامخ نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته