خبرونهټولنه

په بادغيس کې د سړې هوا له امله ٣ تنه مړه شوي دي

کابل، د مرغومې ٢٦مه، باختر

د بادغيس سیمه ييز مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله ٣ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بالامرغاب ولسوال مولوي خالد باختر آژانس ته وویل، چې په دغو کسانو ٢ ماشومان او یوه مېرمنه شامله ده، چې د ډېرې سړې هوا له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا، د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د سړې هوا له امله ٤ زره ٤٧٠ حيوانات هم مړه شوي دي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا