نړۍ

دفرانسې دجمهوري رياست دانتخاباتو وروستۍ پړاو نن ترسره کيږي

پاريس  باختر د ثور اوولسمه

  په فرانسه کې نن دجمهوري رياست دانتخاباتو وروستۍ پړاو ترسره کيږي ، نظر سنجونې  ښيي چې دسوسيالست  ګوند کانديد فرانسوا او لاندله  اوسني جمهور رييس نيکولاي سرکوزي څخه مخکې دى .

 انتخاباتي کمپاين دوزګارتيا دويرې ، فرانسې ته دمهاجرينو په ورتګ او په راتلونکي کې ددغه هيواد داقتصادي حالت په باب متمرکز  و .

 نيکولاي  سرکوزي دجمعې په ورځ دفرانسې د شپږ  څلويښتو مليونو رايي ورکوونکو ته په خپلې  وروستي وينا کې  وويل که چيري سوسيالست  ګوند په دغه هيواد کې په انتخاباتو کې بريالى شي دفرانسې  اقتصاد ښايي ديونان په شان ديورو دحوزي ددويم ځواک په توګه دپور او دبودجي دکسر په لور سوق شي خو فرانسوا او لاند ژمنه کړې ده چې  په پانګه والو به ماليه لوړه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته