ټولنه

په ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
په سمنګانو ولايت کې نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې  يوتن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول.
دسمنګانو ولايت دترافيکو دمديريت دپيښو آمر سرڅارمن عبدالرزاق باخترآژانس ته وويل: پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دوو سراچه ډوله موټرو دحضرت سلطان ولسوالۍ د يکه توت په ساحه کې ټکروکړ.
ده وويل: په دې پيښه کې يو موټر چلوونکى وژل شوى او د دريو ښځو په ګډون، ددغه موټر څلور تنه سپرلي ووژل شوي.
ده زياته کړه: د پيښې ټپيان د درملنې لپاره د ايبکو ښارملکي روغتون ته ليږدول شوي دي او موظف نوکريوال د دوو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب بللى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته