ټولنه

په هرات کې ديوه انسان تښتوونکي بانډ نيول کيدل

کابل باختر د غبرګولي دريمه :
دهرات ولايت دملي امنيت رياست ديوې انسان تښتوونکى  شبکې په پيژندنې او نيولو  بريالى شو .
دغه شپږ کسيزه شبکه  چې په انسان تښتونې او وسله والې غلا بوخته  وه  .
دهرات ولايت دملي امنيت دکارکوونکو دپيچلو عملياتو په بهير کې  وپيژندل شوه او ونيول شوه .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهادباختراژانس ته وويل دملي امنيت ځواکونه په دې بريالي شول چې دغه انسان تښتوونکي  په  انجيل ولسوالۍ کې دعملياتوپه بهير کې ونيسي
دغو مسوولينو ددغه انسان تښتوونکي بانډ دغړو نومونه رستم ،عبدالحکيم ، ارباب ادهم ، محمد رفيق ،  اکرم او دين محمد اعلام کړي دي .
داهغه کسان دي چې دملي امنيت دځواکونو له خوا نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته