کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
په فارياب ولايت کې نن دوه سوه شپيتو کورنيو مرستې ترلاسه کړې.
د فارياب ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رئيس باخترآژانس ته وويل ؛ دغه مرستې د هغو کورنيو سره کېږي چې د وروستيو ناامنيو له امله د فارياب ولايت له ولسواليو څخه بې ځايه شوي او د ميمنې په ښار کې ځاې پرځاى شوي دي.
هغه وويل له دغو دوه سوه شپيتو کورنيوسره د اوړو ، غوړيو ، لوبيا ، بورې او ددال نخودو په ګډ ون دخوراکي توکو مرسته وشوه .
خبرځاى زياته کړه درې ورځې مخکې هم له درې سوه شپيتو بيځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې وه . پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ