فرهنګ

د ملک اصغر له څلور لاري څخه دصدارت تر څلور لاري پورې واټ دمحمدموسى شفيق په نامه ونومول شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٤ :
دو اټونو دنومولو  کميسيون  په خپلې نننۍ غوڼده کې  په کابل کې يو واټ  دمحمدموسى شفيق  دواټ په نامه ونوماوه .
دباخترآژانس  دخبريال دخبرله مخې :   دهېواد دمرکز  او ولايتونو دواټونو دنومولو د کميسون غونډه  چې نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دسرپرست  ډاکتر کمال سادات په مشرۍ او ددغه کميسيون  دغړو په ګډون  چې له بيلابيلو مرکزونو څخه  جوړه شوه .
په دې  غونډه کې  په کابل ښار او دهېواد په ولايتونو کې  دڅوواټونو دنومولو   په باب او دملي شخصيتونوپه نامه دهغو دنومولو په باب خبرې اترې وشوې.
دکميسيون غړو په خپلې نننۍ غونډه کې  هغه واټ  چې دملک اصغر له څلور
لاري څخه دصدرات تر څلور لاري پورې  غځيدلى  دى  دملي شخصيت  شهيد محمدموسى شفيق په نامه ونوماوه .
دغه راز دکميسيون غړو دهېواد په مرکز او ولايتونو کې دڅو نورو  واټونو دنومولو په باب  خبرې اترې وکړې چې دهغو په باب تصميم نيول راتلوونکي غونډې ته وځنډول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته