خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د مرغومي ۴مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز خبري سایټ (د یوناما پخوانی استازی: له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کول د افغانستان او نړۍ په ګټه دي ) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پخواني استازي او جاپاني ډیپلوماټ تادامیچي یاماموتو د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د اړیکو عادي کول د افغانستان او نړۍ په ګټه دی.

د افغان غږ(آوا) خبري سايټ (په څوارلسو ولايتونو کې د پوليو د واکسين کمپاین) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په جنوب، سویل ختیځ، ختیځ او شمال ختیځ کې په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې چې د یکشنبه ورځ د مرغومي په ۳ مه خپره شوې، دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته