ورزش

په جوزجان کې د نجونو ترمنځ د شطرنج سيالي پيل شوه

کابل/دتلې۲۸مه/باختر
په جوزجان کې ١٨ نجونو د شطرنج په برخه کې سيالي وکړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه سيالي د لومړي ځل لپاره د "لينکن" روزنيزې موسسې په شبرغان کې د شطرنج بازو نجونوترمنځ ترسره کړه.
په جوزجان کې "لينکن" موسسې مسوول عتيق الله يولچي د حوانانو په تېره بيا د ښځو او نجونو ترمنځ د دغه شان سياليو د ترسره کولو موخه د هغوى فکري وده وبلله او ويې ويل چې اوس په جوزجان کې زيات شمېر نجونې او ښځې په بېلابېلو ورزشي  څانګوکې فعاليت کوي او له کورنيو او بهرنيو سياليو څخه لاسته راوړنې هم لري.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته