خبرونهټولنه

په بادغیس، ننګرهار لغمان، او هلمند کې زرګونو بې وزله کورنیو مرسه ترلاسه کړه

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر

په بادغیس، ننګرهار، لغمان او هلمند کې ۲ زره ۹۲۵ بې وزله کورنیو خوراکي او نغدي مرسته ترلاسه کړه.

د بادغیس په سنګ آتش ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري ۱۷۸۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۳ بوجۍ اوړه ۳ بوتله یو لېتره غوړي ورکړل شول.

د ننګرهار د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست په هڅو او د افغانستان لپاره د کلیو بیا رغولو ادارې  (RRAA) په مالي مرسته بټي کوټ ولسوالی کې۱۰۳ کورنیو ته نغدي مرسته چې هرې کورنۍ ته ۱۲زره ۸۳۰ افغانی ورکړل شوې.

د یو بل خبر له مخې؛ د ننګرهار د کرنې ریاست په هڅو او د DAI نړیوال شرکت له لوري د یاد ولایت په بهسودو، کامه، کوزکونړ، رودات، بټي کوټ او چپرهار ولسوالیو کې ۸۱۶ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوی تخم او د کیمیاوي سرې مرسته وشوه، چې هر بزګر ته ۶۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، او ۵۷ کیلو ګرامه توره سره ورکړل شوه.

په ورته وخت کې په لغمان کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي او مبارزې ریاست په همکارۍ د IOM موسسې په مالي ملاتړ ۶۳۳ سېلاب ځپلو او بې وزله کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۷زره ۵۰۰ افغانۍ او د ژمني توکي ورکړل شول.

همدارنګه د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په بنادر او صفار سیمو کې کډوالو چارو ریاست  د AAH د لوږې پر وړاندې مبارزې مؤسسې په مالي ملاتړ له ۴۰۰ بې وزله او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۲۱ زره افغانۍ ورکړل شوې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا